د کابل او تاشکند چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر ټینګښت او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال او د ازبکستان لومړي وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پیاوړتیا او همدارنګه د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن یکشنبه د لیندۍ په ۱۱ مه وویل ‏د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال د ازبکستان لومړي وزير عبدالله عارفوف سره وکتل. 

حنفي د ازبکستان لومړي وزير سره پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او همداراز سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ. 

 ده زياته کړه: د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګري تر بل هر وخت ښه غوړېدلې، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډو ګټو او په مختلفو برخو کې د اړيکو پراختيا لامل شوې ده. د ازبکستان لومړي وزیر د افغانستان او نورو هيوادونو د کانونو استخراج او د سوداګريزو توکو د ترانزیټ په برخو کې يې د خپل هيواد د لېوالتيا خبر ورکړ. 

 ده وويل: د افغان - ټرانس او لويې پروژې عملي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو دخيلو هېوادونو ته ډېرې ګټې ولري.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .